پاکستان کې پرترهګرۍاډو د پوځي ګوزار شېبه رارسیدلی ده
سرلوڅ مرادزی      سرلوڅ مرادزی

 

تېره اونۍ په بلجیم  د ناټو مرکز کې د افغانستان لپاره د ناټو د سرلښکر ډیویډ پیټرایوس د پېژندګلوۍ په خبرې غونډه کې  د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وویل « موږ به اوسنۍ ستراتیژۍ ته دوام ورکړو او ستراتیژي داده چې طالبان باید هم له سیاسي او هم له پوځي پلوه د دوی په اصلي مرکزونو کې وځپل شي »

البته دا لومړی ځل نه دی چې د لویدیځ لوړپوړي چارواکي په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو په شتون خبرې کوي او په اسلام اباد کې معلوم الحاله پوځي او استخباراتي کړۍ د ترهګرو په نیغ او څرګند ملاتړ  ګرموي خو دا چې د ترهګرو دا ځالې باید د دوی په اصلي مرکزونو کې وځپل شي ، تر اوسه د لویدیځوالو لخوا په دې اړه  ډېر لږ ویل شوي !

د لویديځ مشرانو په کوټه کې د ترهګرو په شورا چې له هغه ځایه په افغانستان کې دننه عملیات په لار اچوي څو ځلې اعتراف کړی یا دا چې په وزیرستان کې ترهګر د ډيورنډ د تحمیلي کرښې دې غاړه  افغانانو ته مرګ ژوبله او ویجاړۍ وراړوي ، څرګندونې کړي خو دا چې د ترهګرو دا ځالې باید د پاکستان په دننه ، په تېره بی په اسلام اباد او لاهور کې رسوا او له منځه یووړل شي ، تراوسه  په دې اړه چپه خوله پاتې شوی دي . د ناټو د عمومي منشي دا خبره چې طالبان باید هم له سیاسي او هم له نظامي پلوه د دوی په اصلي ځایونو کې وځپل شي ، که څه هم د پخوا په نسبت د لویدیځ په سیاست کې د غوڅوالي په لور یو څه بدلون ښۍ ، خو د حالاتو چټک بهیر له لویدیځ څخه په پاکستان کې د ترهګرۍ د ځالو په ړنګولو کې ډېر نور څه غواړي .

لومړی خو باید لویدیځ په غوڅه سره ووايی چې دا اصلي مرکزونه کوم دي ؟ که د لویديځ په نظر اوس هم یوازې کوټه او یا وزیرستان د ترهګرو اصلي مرکزونه وي ، لویدیځ خپلو خلکو او نړیوالو ته درواغ وايي . کوټه او وزیرستان څانګې او خاښونه دي نه مرکز ، د ترهګرو اصلي مرکزونه اسلام اباد او لاهور دی ! که په اسلام اباد کې لوړپوړي چارواکي ، د پوځ او ای ـ اس ـ ای ټاکلې کړۍ  دا ترهګر ونه روزي ، په وسلو يي سمبال نکړي ، افغانستان او سیمې ته يي د ورانۍ لپاره وانه ستوي په کوټه او وزیرستان کې به ترهګر له کومه را شي ، څوک به يي وروزي ، څوک به یي وسلوال کړي او د کومو موخو لپاره به له چا سره  وجنګول شي ؟  دا هرڅه د یوه مرکز لخوا چې هغه اسلام اباد دی ترسره کیږي . خو لویدیځ سره له دې چې دا هر څه  ویني نړیوالو او خپلو خلکو ته په تړتړۍ او ګونګه ژبه خبرې کوي . لویدیځ  دا حقیقت چې ترهګري له اسلام اباده اوبه خوري یا له ډاره  په ډاګه نه کوي او یا کومه بله سیاسي موخه لري !

پاتې شوه د ترهګرو د اصلي ځالو د ځپلو خبره چې د ناټو عمومی منشي يي افغانانو او نړیوالو ته د پلي کولو زیری ورکوی ، بیا هم دا ګز او دا میدان !  موږ خو وایو چې لومړی باید په صفا خبرو کې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې ، اډې او مرکزونه چې له اسلام اباده  خړوبه کیږي په ګوته شي او بیا دې د اسلام اباد په ګډون په همغه ځایونو کې غوڅ او پریکنده عملیات وشي  . تروریزم باید د تروریزم په مرکز اسلام اباد کې وځپل او په خاورو ومنډل شي .

د طالبانو خبره ، د پاکستان لخوا یوه جوړه شوې ډرامه ده چې اوس پرې خاص وعام ټول پوهیږي . طالبان طالبان نشته ، دا ای ـ اس ـ ای او د پاکستانۍ ملیشې لنډه غران دي چې په سیمه کې د پنجابي موخو لپاره جنګیږي . د طالبانو پرځای باید د ناټو عمومي منشي د ترهګرو نوم اخیستلای وای . طالب په افغاني  کلتور کي بد نوم نه دی که څه هم ترهګرو  خورا بد کړ ، خو هغه چې  د اسلام اباد په لاس جوړشوي ترهګر دي ، طالبان نه شي کېدلای او یا په بله ژبه د پاکستان پوځ دی !

په پاکستان کې د ترهګرۍ د اصلي مرکزونو خبره چې د لویديځوالو او په تېره بیا د ناټو د عمومي منشي څخه ډېره پخوا افغاني مشرانو کوله اوس دا دی پاکستاني چارواکي هم نوره نه شي پټولای .

د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف چې یو وخت یې د پاکستان د صدراعظم په توګه د افغانستان د ملي اردو، پولیسو او ادارو ورانول او سل کاله د افغانستان وروسته پاتې کول د ځان لوی ویاړ بللی وو، په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

له دې نه څرګند اعتراف  بل څه کېدلای شي ! دا چې د پاکستان مشران خپله نارې وهي چې د تروریزم مرکز اسلام اباد دی ، نو بیا ولې موږ په تروریزم پسې بل چیرته وګرځو ؟ کوټه او وزیرستان خو يي څانګې او خاښونه دي ، د نواز شریف په وینا د تروریزم تګلارې خو په اسلام اباد کې جوړیږي !

نن ، د افغانانو هغه سپيناوي او ادعاوې چې ویل به يي د ترهګرۍ مرکز او اډه اسلام اباد دی ، افغانستان او سیمې ته ترهګري له اسلام اباده خپریږي او نړۍ له اسلام اباده اور اخیستي ، د  روڼ حقیقت پتوګه ټول مني .

که څه هم د ترهګرۍ د اصلي ځالو په میندلو او ځپلو کې لویدیځ ډير ناوخته کړی ، خو اوس هم ماهي چې هروخت له اوبو راوباسي تازه دی ، باید دا ځالې په نښه او ړنګ شي .

که لویديځ نور هم د ترهګرو په اړه د پاکستان په دوه مخې پالیسي او سیاسي لوبو تېروځي . د پاکستان په اصلي  ښارونو کې د ترهګرو په شتون شکمن وي او دا مرکزونه او اډې نه رسوا کوي او هلته د ترهګرو پر ضد غوڅ عملیات نه کوي لکه اوس چې ناوخته شوی بیا به وخت له وخته تېر او پښیماني به کومه ګټه ونلري !

که د هغه شنونکو نظر په پام کې ونه نیسو چې افغانستان او سیمه کې د ناټو په موخو او نیتونو شکمن دي او وايي چې د ناټو لوړپوړي چارواکې دا خبرې اوس ځکه کوي چې په تېره لسیزه کې يي ترهګر د پاکستان په اډو کې په کافي اندازه وروزل او اوس يي وخت رارسېدلی چې د ځپلو ترنوم لاندې يي له نوموړو اډو څخه افغانستان او سیمې ته د نور شرارت او ګډوډۍ په موخه خپاره کړي ، نو په پاکستان کې د ترهګرو په ټولو اډو د پوځي غوڅو عملیاتو وخت رارسیدلای دی !

اخځونه !

ـــ تاند بریښناپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۶ مه


July 6th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی